د لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو
نن په وزارت کې د افغانستان ټولنیز، کلتوري، پوهاوي او بیا رغونې موسسې سره د ۵۰ زره او ۳۵۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به د هرات په مختلفو سیمو کې ۸۰۰ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د لومړیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د نغدي مرستو او د عامه پوهاوي ناستو په برخو کې مصرف شي.
د دواړو اړخونو مسوولینو د لاسلیک پر مهال پر دې ټینګار وکړ، چې د دولتي بنسټونو او موسسو ترمنځ همکارۍ د کډوالو کورنیو وضعیت ښهوالي، د بیا مېشتېدنې لړۍ پیاوړتیا او له راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ په برخه کې ښه رول لوبولای شي
