جوزجان کې سل کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د نصرت النسان خیریه بنسټ له لورې د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ سل کورنیو سره د سلواغې په (٢٤) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
قندهارکې (٢٥) کسبګرانو سره نغدي مرسته شوه
د (DRC) موسسې له لورې د قندهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ پېنځه وېشت کسبګرانو سره د سلواغې په (٢٧) مه نغدي مرسته شوه.
له درې زرو زیات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې په (٢٥) مه او (٢٦) مه (٣٧١١) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
غزني کې(٣٩٠) کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
د (WESTA) موسسې له لورې د غزني ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ (٣٩٠) کورنیو سره د سلواغې په (٢٥) مه نغدي مرستې وشوې.
هلمند کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
د(OHA) موسسې له لورې د هلمند ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ (١٥٧) کورنیو سره د سلواغې په (٢٤) مه نغدي مرستې وشوې.
له څلور زرو زیات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د سلواغې په (٢٣) مه او (٢٤) مه (4297) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
جوزجان کې (٤٩) کورنیو سره مرستې وشوې
د (DACAR) موسسې له لورې د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ (٤٩) کورینو سره د سلواغې په (٢٣) مه د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.