د بلخ مرستیال والي په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له رئیس سره ولیدل

anwari_morr
-

 د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست د راپور له مخې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي نورالحدي ابو ادریس په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشر ښاغلي نوا او مل پلاوي سره د لېندۍ پر ۲۶مه ولیدل.

په یاده لیدنه کې د دواړو لورو له خوا 
 د روغتیا، ښوونې او روزنې، د سرپناه جوړولو، د څښاک پاکو اوبو، کډوالو او راستنیدونکو ته د مرستو، په شمال زون کې د بشري مرستو پر دوام، د ۲۰۲۴ کال پر راتلونکي پلان او د خلکو د اړتیاوو د لومړیتوبونو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي نوا په شمال زون کې د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: 
دا دفتر په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د دفترونو سره په همغږۍ کې د ۱.۴ ميليونو وګړو لپاره بېړني خدمتونه، د خوړو خونديتوب، روغتيا او حفظ الصحه، د څښاک اوبه، تغذيه، ښوونه او روزنه، حقوقي ملاتړ، د بیړنيو سرپناوو جوړول او سملاسي پروژې تر پوښښ لاندې راولي. 
 ښاغلي نوا زیاته کړه چې دغه دفتر د خپلو ژمنیو مرستو ۹۰ سلنه برخه له پاکستان او ایران څخه په جبري ټوګه را ایستل شویو افغان کډوالو ته وړاندې شوې دي.

همدا راز هغه زیاته کړه چې د پوهنې په برخه کې د ۷۹ زرو په شمېر زده کوونکي چې
 زده کړو ته یې لاسرسی نه درلود او د ولسوالیو په لرو پرتو کلیو او بانډو کې اوسیږي، د مالي او ښوونیز ملاتړ لاندې نیول شوي. 
مولوي نور الهادي ابو دوریس د شمال زون خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه وکړه او ویې ویل:
 د اسلامي امارت رهبري هیئت د هغو ټولو سازمانونو ملاتړی دی، چې افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي، خلکو ته اساني برابروي او د امنیت په ټېنګښت کې خپله همکاري کوي.
 مرستيال والي له دوی څخه غوښتنه وکړه، چي د شمال زون د خلکو  اړتياوو ته پخپلو لومړيتوبونو کي ځای ورکول شي او هغه اوږدمهاله پروژې پلي شي، چي د ټولنې لپاره ګټورې وي. 
 همدا راز مرستیال والي د بلخ په ولسوالیو کې د څښاک د پاکو اوبو، روغتیا، پوهنې، د پلونو جوړولو، ښوونځیو او سړکونو په برخه کې د لا نورو مرستو هیله وښوده.