بلخ ولایت کې له ۷ کورنیو سره مرسته وشوه 

anwari_morr
-

 د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د لېندۍ پر ۲۸نیټه په دغه ولایت کې له ۷ اړمنو راستنېدونکو کورنیو سره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستو د ویش خبر ورکړی. 
 هرې کورنۍ ته ۱۱ ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ د یاد ولایت د بیړنیو حالاتو کمیټې له‌خوا وویشل شول.