د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري  ستونزې او ننګونې ترڅېړنې لاندې ونيول شوې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۹:۵۷
مهر خدا صبار

Bottom of Form

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال په مشرۍ يوپلاوی چې بدخشان ولايت ته يې سفر کړی د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري ستونزې او ننګونې يې تر څېړنې لاندې نيولي.

د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت د ستونزو او ننګونو د څېړنې ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ دچنګاښ په ۱۲مه د ياد آمريت په دفتر کې ترسره شوه.

بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمر په دې ولايت کې د موسساتو کمښت اوله ياد آمريت سره دهغوی نه همغږي،د شخصي ودانۍ نه شتون او د مرستو په برخه کې دبوديجې کموالی، او دکارکوونکو د اضافه کارۍ نه شتون د يادې ادارې له ستونزو يادې کړې او دکډوالو چارو وزارت له چارواکو يې دغو ستونزو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدای صبار د بوديجې کموالی يې د ټول وزارت ستونزه ياده کړه او د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت کارکوونکي يې داخلي ګډې همکارۍ، صداقت او روڼتيا رامنځ ته کولوته  را وبلل او ويې ويل، سږ کال دکډوالو چارو وزارت توانېدلی چې د لومړي ځل لپاره د بشري مرستو او نوې ځای پرځای کېدنې لپاره بوديجه لري.

هغه زياته کړه، بدخشان ولايت کې د راستنېدونکو د يوځايوالي ولايتي کمېټه  رامنځ ته شوې او دکډوالو چارو وزارت هوډ لري، چې بېځايه شوي هم ددغې کمېټې په ډېټابېس کې شامل کړي، چې دغه موضوع د ادارې مديريتي ننګونې راکموالی شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۹:۱۳
Background image

د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره 30 میلیونه ډالره مرسته کوي

د کډوالو د نړیوال سازمان او د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ترمنځ د اجرائيه رئيس په حضور کې بې ځایه شویو او راستنېدونکیو کورنیو ته د رسېدګۍ لپاره د دېرش میلیونه ډالرو مرستې هوکړه. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۲:۵۴
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې دهر اړخيزو خبرو اترو لپاره دخلکو کمېټې ناسته جوړه شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمې په مشرۍ په کډوالو چارو وزارت کې د هر اړخيزو خبرو اترو دخلکو  کمېټې ناسته جوړه شوه.

دغه ناسته د تلې په ۲۱مه. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۲:۵۰
Background image

د افغان پناه غوښتونکو د حل لارو د ستراتېژۍ کمېټې څلور اړخيزه ناسته  په سويس کې جوړه شوه

دغه  ناسته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي، د پاکستان دسفران وزير شهريار آفريدي او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHC. . .

بېرته خبرونه ته