د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري  ستونزې او ننګونې ترڅېړنې لاندې ونيول شوې

sadam_morr
Thu, Jul 04 2019 9:57 AM
مهر خدا صبار

Bottom of Form

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال په مشرۍ يوپلاوی چې بدخشان ولايت ته يې سفر کړی د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري ستونزې او ننګونې يې تر څېړنې لاندې نيولي.

د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت د ستونزو او ننګونو د څېړنې ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ دچنګاښ په ۱۲مه د ياد آمريت په دفتر کې ترسره شوه.

بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمر په دې ولايت کې د موسساتو کمښت اوله ياد آمريت سره دهغوی نه همغږي،د شخصي ودانۍ نه شتون او د مرستو په برخه کې دبوديجې کموالی، او دکارکوونکو د اضافه کارۍ نه شتون د يادې ادارې له ستونزو يادې کړې او دکډوالو چارو وزارت له چارواکو يې دغو ستونزو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدای صبار د بوديجې کموالی يې د ټول وزارت ستونزه ياده کړه او د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت کارکوونکي يې داخلي ګډې همکارۍ، صداقت او روڼتيا رامنځ ته کولوته  را وبلل او ويې ويل، سږ کال دکډوالو چارو وزارت توانېدلی چې د لومړي ځل لپاره د بشري مرستو او نوې ځای پرځای کېدنې لپاره بوديجه لري.

هغه زياته کړه، بدخشان ولايت کې د راستنېدونکو د يوځايوالي ولايتي کمېټه  رامنځ ته شوې او دکډوالو چارو وزارت هوډ لري، چې بېځايه شوي هم ددغې کمېټې په ډېټابېس کې شامل کړي، چې دغه موضوع د ادارې مديريتي ننګونې راکموالی شي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS