بدخشان کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان (iom ) له لورې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۲) کورنيو سره،چې د غره خويدو له امله زيانمې شوې وې د غبرګولي په (۶) مه مرستې وشوې.
بدخشان کې (۳۷۸) کورنيو سره مرستې وشوې
د (OCHA) موسسې له لورې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۷۸) کورنيو سره د غبرګولي په ( ۴) مه نغدي مرستې وشوې.
پکتيکا کې له (۳۰۰) زياتو کورنيوسره مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۳۵۲) کورنيو سره د غبرګولي په ( ۳) مه مرستې وشوې.
د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غبرګولي د لومړۍ نېټې څخه تر (۳) مې( ۸۵۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
(۵۹) کورنۍ (۱۵) کاله وروسته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې
د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمر وايې په دغه ولايت کې (۵۹) کورنۍ د (۱۵) کالو څخه وروسته د غوايي په (۳۱) مه بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې.