تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

۲۱۰ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۱۷ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد تته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۴کورنۍ چې ۱۲۵ تنه کېږي په جبري توګه له دغې پولې څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې۱۷ کورنۍ چې ۸۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

هرې کورنۍ ته د ګونارل شوې کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې.