بلخ کې درې کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د(ACTED) موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۰) مه نغدي مرستې وشوې.
ننګرهار کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د (ACTIONAID) او اسلاميک ريليف موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۱۰۶ کورنيو سره د غبرګولي په (۱۰) مه نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
لوګر کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د اکرو موسسې له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۲۵۱) کورنيو سره چې کورونه يې ويجاړ شوي و د سرپناه د جوړه ولو په موخه د غبرګولي په (۱۰) مه نغدي مرستې وشوې
بدخشان کې شاخوا (۱۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۹۶ ) کورنيو سره د غبرګولي په (۸) مه نغدي مرستې وشوې.
بلخ کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۳۴) کورنيو سره د غبرګولي په (۸) مه نغدي مرستې وشوې.
ننګرهار کې (۲۰۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې
د (OCHR) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۲۰۰) کورنيو سره د غبرګولي په (۸) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه (۳۱۸۶) تنه افغان مهاجر د غبرګولي په (۸) مه هېواد ته راستانه شول.
هرات کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د (DRC) موسسې له لورې په هرات کې (۲۶۲) کورنيو سره د غبرګولي په ( ۸) مه مرستې وشوې.