د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۷
-
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل شول
دوی د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمن فاني له لورې معرفي شول
مسلکي مرستیال مولوي راشد د معرفت غونډې ته په وینا کې وویل، د اسلامي امارت د کامیابۍ راز اطاعت دی، او دنده امتیاز نه، بلکې یو مسؤلیت دی. هغه د پخوانیو رئیسـانو د هڅو ستاینه وکړه او نویو رئیسـانو ته یې په چارو کې د بریا دعا وکړه
ورپسې مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمن فاني د ریاست الوزراء د دفتر له لورې صادر شوی حکم ولوست. نوموړي په خپلو خبرو کې په اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل، موقفونه میراثي نه دي، بلکې د ولس خدمت لپاره دي، نوموړي زیاته کړه، چې د ظرفیت لوړولو او خدماتو معیاري کولو لپاره تغیر او تبدیل یو مهم اصل دی.
په پای کې، دواړه نوي رئیسـان خپلو اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت اداري ناسته د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت معینانو او ځینو مرکزي رییسانو برخه لرله، له ترکیې څخه د اېستل کېدونکو کډوالو د وضعیت او په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د غزني د کډوالو چارو د رییس په ګډون د یاد ولایت د کډوالو له ځینو استازو سره وکتل

د غزني د کډوالو رییس او د کډوالو حاضرو استازو په یاد ولایت کې د کابل د تېرې ادارې پر مهال مهاجرینو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي د حالت په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.

د غزني. . .

بېرته خبرونه ته