د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل شول
دوی د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمن فاني له لورې معرفي شول
مسلکي مرستیال مولوي راشد د معرفت غونډې ته په وینا کې وویل، د اسلامي امارت د کامیابۍ راز اطاعت دی، او دنده امتیاز نه، بلکې یو مسؤلیت دی. هغه د پخوانیو رئیسـانو د هڅو ستاینه وکړه او نویو رئیسـانو ته یې په چارو کې د بریا دعا وکړه
ورپسې مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمن فاني د ریاست الوزراء د دفتر له لورې صادر شوی حکم ولوست. نوموړي په خپلو خبرو کې په اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل، موقفونه میراثي نه دي، بلکې د ولس خدمت لپاره دي، نوموړي زیاته کړه، چې د ظرفیت لوړولو او خدماتو معیاري کولو لپاره تغیر او تبدیل یو مهم اصل دی.
په پای کې، دواړه نوي رئیسـان خپلو اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.