د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت اداري ناسته د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۴۱
_

په دې ناسته کې، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت معینانو او ځینو مرکزي رییسانو برخه لرله، له ترکیې څخه د اېستل کېدونکو کډوالو د وضعیت او په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل په موخه د چمتو شوې طرحې مسودې په اړه مفصل بحثونه او پریکړې وشوې.
مسوولینو د ناستې په پیل کې له ترکیې څخه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه وروستی معلومات له برخه والو سره شریک کړل او یادونه وشوه، چې له ترکیې څخه اېستل شوي افغانان د کډوالو حقونو ته د لاس رسي غوښتنه کوي او وړانديز وشو، چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې د کډوالو افغان اتشې ترکیې ته ولېږل شي، څو په دوامداره ډول د افغان کډوالو چارې تعقیب او پر وخت ورته رسېدنه وشي.
د ناستې په دوام پر ترکیې سربېره په ځینو نورو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر څرنګوالي او په بهر کې د مهاجرینو غوښتنو ته د رسېدنې په اړه پریکړې وشوې.
همدارنګه د ناستې ګډونوالو د کډوالو چارو وزارت لخوا په هېواد کې د مهاجرت د دایمي حل په موخه د چمتو شوې طرحې مسوده تر ارزولو وروسته تايید کړه او څو تنو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، تر څو د کډوالۍ د دایمي حل د چمتو شوې مسودې پاتې پړاونه ژر بشپړ کړي او له اړوندو ادارو سره شریکه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته