د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۲۰:۴۱
-
راغلو مشرانو او قومي مخورو په ننګرهار کې د ولس او ځايي ادارو تر منځ اړیکو ته په اشارې سره د اوسنیو ځايي مسوولینو له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په ننګرهار کې وړ کسان په دولتي ادارو کې ګمارل شوي دي.
د مومندرې ولسوالۍ دغو قومي مخورو په خپلو سیمو کې له تېرو څو لسیزو راپه دې خوا د یو لړ ستونزو د حل په موخه وړاندیزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست وویل او له اسلامي نظام سره یې د قومونو د همکارۍ ستاینه وکړه.
د ناستې پر دوام محترم وزیر وویل، چې د مومندو د مشرانو وړاندېزونه به له اړوندو ادارو سره شریک شي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

تازه ترین خبر

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

یک تفاهم نامه همکاری در وزارت امور مهاجرین به امضا رسید

یک تفاهم نامه همکاری به ارزش 108 هزار و 864 دالر امریکایی با موسسه اداره بازسازی دهات افغانستان و وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به امضا رسید.
به اساس تفاهم نامه عقد شده موسسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

جلسه اداری وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان برگزار شد

جلسه اداری وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان تحت ریاست محترم مولوی عبدالکبیر، برگزار شد.
در این جلسه که معینان وزارت و برخی از رییسان مرکزی حضور داشتند، در مورد وضعیت مهاجرین اخراجی از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

وزیر امور مهاجرین با رییس و شماری از نمایندگان مهاجرین ولایت غزنی دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر وزیر امور مهاجرین و عودت کنندگان با رییس امور مهاجرین و شماری از نمایندگان مهاجرین ولایت غزنی دیدار کرد.
رئیس  مهاجرین غزنی و نمایندگان مهاجرین حاضر، وضعیت و. . .

بازگشت به خبر