په تېرو درې ورځو کې له درې زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په تېرو درې ورځوکې ( ۳۶۲۵) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۱۷) مه ( ۱۴۴۳) تنه او د نېمروز ولايت ورېښمو پل له لارې د مرغومي د ( ۱۴) څخه تر (۱۶) مې ( ۲۱۸۲) افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکوله ډلې ( ۳۳) کورنۍ ، (۱۳۵) تنه مجردين د ( ۳۶) ماشومانو سره مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او (WARCHILD) دفتر ته ور وپېژند شول.