له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۳) مه او (۴) مه ( ۲۶۰۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس د معلوماتو له مخې (۲۸) کورنۍ، چې( ۱۱۰) تنه کېږي او (۲۴۹۱) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۱۹) کورنۍ، چې (۳۹) تنه نارينه، (۴۲) تنه ښځينه د ( ۲۷۴) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.