په هلمند کې ولايت کې له (١٠٠) کورنیو سره مرسته وشوه
د هلمند ولایت د مهاجرينو او راستنیدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه د چهار شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې پر (١٠٠) فقيرو، طبیعي پېښو، او معیبو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوه.
هرې کورنۍ ته (٢٢) زره افغانۍ د (IRC) موسسې او د هلمند د مهاجرينو چارو ريس په شتون کې ورکړل شوې.