نیمروز کې اړمنو مستحقو کورنیو سره مرسته وشوه
دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې دنیمروز ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٩٩)راستنېدونکو، اړمنوبېځايه شوو، اودطبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره نغدي اودغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دنیمروز ولایت دمهاجرینو ریاست له لورې دکډوالۍ نړیوال سازمان سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې، دمرغومي په (١٤) مه هرې کورنۍ ته (٢٠٠) امریکايي ډالره نغدې،ژمنۍ بستره او درې درې کمپلې ووېشل شوې.