لسګونه بېځايه شوي چې کابل کې یې ژوند کاو،خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شول

sadam_morr
____
 
دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) سره په ګډه هغه ټول بېځايه شوي چې دکابل په دشتي برچي، خیرخانې کوتل سعادت ښارګوټي او دکابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې اوسېدل خپلو اصلي مېنو او کورونوته ولېږدول شول.
دکابل ولايت دمهاجرينواو راستنېدونکو رییس قاري عبدالمتين رحيمزي په وینا دغه بېځايه شوي دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همږۍ سروې شوي و،چې دمرغومي په (٨)مه د(UNHCR) په مالي ګښت د(WSTA) موسسې له لورې دایکندي،بامیان، بلخ، بدخشان او کندز ولایت ته ولېږدول شول.
دهغه په خبره یادو (١٤٢) کورنیو ته دملګروملتونو دکډوالو ادارې تراتسپورتي اسانتياوې برابرې کړې وې،چې هرې کورنۍ ته (٢٠٠) امریکايي ډالره ورکړل شول او ددې سربېره همکاره مرستندويه بنسټونو او موسسوسره همغږي شوي ترڅو یادو کورنيوسره په راتلونکي کې په خپلو اصلي سيموکې مرستې وشي.
نومړي زياته کړه چې دمهاجرينو وزارت ژمن دی چې په کابل ښار او يوشمېر نورو ولايتونو کې دبېځايه شوو سروې، د اړتياوو ارزونه او خدمتونو وړاندې کولوته دوام ورکړي او دنړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ ورته دلېږد زمينه برابره کړي.