کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
33

 د UNCH / HRDA  موسسو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو وزارت په همکارۍ ۲۰ بېځايه  شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتلې په ۲۰مه هرې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه، يوه قوطۍ غوړې ۷ کيلو دالنخود او  ۷ کيلو وريجې مرسته ووېشل شوه.