زابل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP او دملګرو ملتونو دکډالو ادارې UNHCR له لورې د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۶ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د تلې په ۲مه د خوراکي نړيوال سازمان له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي مکمل سامان الات، يو ترپال، څلور کيلو ګازډبه او يوسطل مرسته ووېشل شوه.