د روان کال وری میاشت کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې تر ۱۰۰ میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت مرستې وېشل شوې

sadam_morr

د ۱۴۷ میلیونو ۹۵۸ زره او ۸۵۷ افغانیو پر ارزښت دغه بشر دوستانه مرستې په ۲۰ ولایتونو کې ۴۴ زره او ۵۷۰ بېځایه شویو، راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د روان کال په وري میاشت کې وېشل شوې دي.
یادې کورنۍ، چې د همکارو موسسو او د دغه وزارت دویمي واحدونو په همغږۍ په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتبا، پکتیکا، لوګر، غزني، کندهار، هلمند، هرات، فراه، نیمروز، بلخ، سرپل، بغلان، فاریاب، تخار، زابل، ارزګان او کندز کې له مخکې پېژندل شوې وې، د یاد وزارت د دویمي واحدونو او د ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو په همغږۍ چمتو شوې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له نړۍوالو همکارو بنستونو سره په ګډه په هېواد کې کډوالو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.