د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر ښاغلي فیلیپو ګراندي سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۸:۱۳
-
په دغه ناسته کې چې له ښاغلي ګراندي سره په د افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوول عرفات جمال هم ملتیا کوله، له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د افغان راستنېدونکو د حالت او د مرستو رسولو په هکله یې خبرې وکړي.
د ښاغلي ګراندي په وینا چې کابل ته یې د سفر موخه له نږدې، د افغان راستنېدونکو د حالت ارزول او ورسره د مرستې کولو لپاره د مالي سرچینو جلب دی.
د ناستې په پیل کې فیلیپو ګراندي په افغانستان کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ له کارکوونکو سره د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ځينې وخت سیاسي مسایلو د افغان راستنېدونکو لپاره بشري مرستې اغېزمنې کړې خو بیا هم هڅه کوي چې د اړمنو لپاره کافي مالي منابع راجلب او مرستې ورته ورسوي.
هغه وویل، چې په کابل کې به د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره د افغان راستنېدونکو د لاس نیوي په موخه ناسته وکړي او همدارنګه به له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د راایستل شوو حالت له نړیوالو سره هم شریک کړي.
د ناستې پر دوام ښاغلي ګراندي زیاته کړه، چې هرات ولایت ته د سفر هوډ لري او له هغه ځایه به ایران ته هم لاړ شي او د افغان راستنېدونکو او هلته د مېشتو افغانانو په تړاو پيغام به له تهران سره شریک کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې په جبري ډول د افغانان د ایستلو په هکله د اسلامي امارت له دریځ سره همغږی دی او د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه یې د درې اړخیزو ناستو پر ژر پیل ټېنګار وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي فیلیپو ګراندي ته ښه راغلاست وویل او کابل ته یې د هغه سفر مهم یاد کړ.
محترم وزیر وویل، په داسې حال کې چې افغانستان اقلیمي بدلون او جګړو ځپلی، ایران او پاکستان هر ورځ زرګونه افغانان په جبري ډول راباسي چې دې چارې پر اقتصاد او ټولنیزو خدماتو منفي اغېز کړي دی.
محترم مولوي عبدالکبیر په ډله ییز ډول د افغان کډوالو ایستل د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغان راستنېدونکو حقونه او پانګه باید په کوربه هېوادونو کې ضایع نه شي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره لنډمهاله سرپنا او خدماتو په موخه اړین ګامونه اخیستي خو اړتیا ده چې په ټولنه کې د راستنېدونکو د ادغام لپاره ورته دایمي سرپنا برابره شي او په دې برخه کې يې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر له ایران او پاکستان سره د درې اړخېزو ناستو لپاره د چمتووالي یادونه وکړه او زیایه یې کړه، چې تر را روان ژمي مخکې باید راستنو شوو ته سرپنا چمتو کړل شي.

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

نشست وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان با نمایندگان کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان و برنامه انکشافی سازمان ملل متحد برگزار شد

نشستی به ریاست محترم مولوی سعید احمد بنوری، رئیس دفتر مقام وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان، با نمایندگان کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان (UNHCR) و برنامه انکشافی سازمان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

یک تفاهم ‌نامه همکاری در وزارت امور مهاجرین به امضا رسید

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان یک تفاهم نامه همکاری را با موسسه مرکز تعلیمی زنان افغان به ارزش 537 هزار و 855 دالر امریکایی به امضاء رسانید.
به اساس تفاهم نامه که عقد گردید موسسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

برنامه ساده‌سازی پروسه ‌های اداری در وزارت امور مهاجرین برگزارشد


برنامه ای‌ به منظور ساده‌سازی پروسه‌ های اداری با حضور نمایندگان ریاست محترم عمومی اداره امور ا.ا.ا، شماری از روسا و آمرین در تالار کنفرانس های وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان ،. . .

بازگشت به خبر