له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۷) مه (۲۳۸۵) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۲۸) کورنۍ، چې ( ۱۲۸) تنه کېږي ( ۲۲۳۰) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۸) کورنۍ، چې پکې (۷۴) نارينه، (۶۴) تنه ښځينه د ( ۲۲۰) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.