له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه  د ليندۍ په (۳) مه او (۴) مه ( ۲۶۰۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

 د نيمروز ولايت  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس  د معلوماتو له مخې  (۲۸) کورنۍ، چې( ۱۱۰) تنه کېږي او (۲۴۹۱) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۱۹) کورنۍ، چې  (۳۹)  تنه نارينه، (۴۲) تنه ښځينه  د ( ۲۷۴) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.