خوست ولایت کې له ۷۰۰ بې ځايه شوو او اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته ترسره شوه

د خوست ولايت په مرکز کې له ۷۰۰ کورنيو سره نقدي مرسته ترسره شوه، چې د خوست ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د پاملرنې مؤسسې لخوا هرې کورنۍ ته ۱۶۵۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې.