د قطر سفیر د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۳:۳
_

د قطر دولت سفیر ښاغلي ډاکتر مردف القشوطي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده په کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو او داخلي بېځایه شوو لپاره د سرپناه، روغتیا او تعلیم په برخه کې د مرستو رسولو او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان سره د قطر دولت د مثبتو اړیکو او بشري مرستو مننه وکړه.
د قطر سفیر له افغانستان سره د خپلې خواخوږۍ څرګندونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د مهاجرینو په برخه کې به لا زیاتې بشري مرستې جلب او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته