د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت استازو او سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و.
د زابل د مهاجرینو چارو رییس دغه ډول مرستې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې د راستنو شویو د ستونزو دایمي حل لپاره باید په ښارګوټو کې خدمتونه وړاندې شي او د کاري بوختیا په موخه دې د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.
د زابل مرستیال والي ښاغلي ملا فیض الله تمیم د راستنو شویو د ستونزو د حل په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د ستونزو دایمي حل ته ژمن دی.
د برنامې په پای کې مفتي محمد فرید حبیب زي د مهاجرینو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست او حاضرو راستنو شویو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او د خیریه ادارو له همکاریو مننه وشوه.
د مرستې دغه لړۍ، تر دې دمه په لوګر، پکتیا، پکتیکا او زابل کې بشپړه شوې او ټاکلې ده، چې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
دغه مرستې په هر ولایت کې زرو کورنیو ته وېشل کېږي، چې ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو نخود، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو بوره او ۱۵ لېټره غوړي پکې شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته