بلخ کې لسګونه راستنېدونکو او بېځايه شوو سره مرستې وشوې
د واو موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۲۹ راستنېدونکو او بېځايه شوو سره،چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د وږي په ۱۵مه نغدي مرستې وشوې.
د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه يو زرو ۱۶ تنه افغان مهاجر د وږي په ۱۵ مه هېواد ته راستانه شول.