بلخ کې لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 

په بلخ  ولایت کې د وري ۶ نېټه له ۷۶  راستنو  او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرینو ادارې له لوري اړمنې پېژندل شوې وې او بیا ورسره له پوهنې
څخه د افغانانو د ملاتړ په نوم موسسې د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا د ۹ ډوله خوراکي توکو او د ماشومانو ژمنیو جامو یوې یوې کڅوړې مرسته وکړه.