د کډوالو چارو وزارت کې څه د پاسه ۲ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د همکاریو څلور تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۲۰:۳۶
_

نن پنجشنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د حمل میاشتې په ٢١ مه د ۲ میلیونه، ۵۵۰ زره او ۲۷۰ امریکایې ډالرو په ارزښت د همکاریو څلور تفاهم‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت له لوري د نارویې د مهاجرینو د ملاتړ ادارې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا پروګرام، او د چاپېریال ساتنې تعلیم او پراختیا موسسې سره لاسلیک شول.

د یادو تفاهم‌ لیکونو له مخې، یادې ادارې به دغه مرستې د خوړو توکو ویش، د کورونو کرايې نغدي ورکړه، د سرپناوو جزوي او بشپړه بیارغونه، حرفوي زده‌کړو او عامه پوهاوی په برخو کې مصرفوي.

دا مرستې به د بې‌ځایه شوو، راستنو شوو او کوربه ټولنو ۶۶۶۰ کورنیو ته په ننگرهار، کابل، کندهار، کندز، هرات، بادغیس، کونړ، بلخ او سرپل ولایتونو کې ورکړل شي.

یاد تفاهم‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د  استازو ترمنځ لاسلیک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .

بېرته خبرونه ته