د کډوالو چارو وزارت کې څه د پاسه ۲ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د همکاریو څلور تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

sadam_morr
Thu, Apr 10 2025 8:36 PM
_

نن پنجشنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د حمل میاشتې په ٢١ مه د ۲ میلیونه، ۵۵۰ زره او ۲۷۰ امریکایې ډالرو په ارزښت د همکاریو څلور تفاهم‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت له لوري د نارویې د مهاجرینو د ملاتړ ادارې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا پروګرام، او د چاپېریال ساتنې تعلیم او پراختیا موسسې سره لاسلیک شول.

د یادو تفاهم‌ لیکونو له مخې، یادې ادارې به دغه مرستې د خوړو توکو ویش، د کورونو کرايې نغدي ورکړه، د سرپناوو جزوي او بشپړه بیارغونه، حرفوي زده‌کړو او عامه پوهاوی په برخو کې مصرفوي.

دا مرستې به د بې‌ځایه شوو، راستنو شوو او کوربه ټولنو ۶۶۶۰ کورنیو ته په ننگرهار، کابل، کندهار، کندز، هرات، بادغیس، کونړ، بلخ او سرپل ولایتونو کې ورکړل شي.

یاد تفاهم‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د  استازو ترمنځ لاسلیک شول.

Latest news

BACK TO NEWS