د مهاجرینو چارو وزارت ۱۰ تنو کارکوونکو د CCNA پروګرام څخه د فراغت بریلیکونه ترلاسه کړل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۱۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو او ټیکنالوژۍ ریاستونو ۱۰ تنو کارکوونکو د CCNA له ښوونیز  پروګرام څخه د فراغت بریلیکونه  ترلاسه کړل.

دا ښوونيز پروګرام له JRS موسسې او ZOOM BYTE ښوونيز بنسټ سره د وزارت د هوکړه له مخې د دغو بنسټونو په همکارۍ د درېيو مياشتو لپاره جوړ شوی و.

په همدې مناسبت د وزارت د غونډو په تالار کې په جوړې شوې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس مولوي سید مطیع الله خلوتي د دغو دوو بنسټونو د همکارۍ ستاینه وکړه او د وزارت د کارکوونکو لپاره یې  د انګلیسي او مدیریت په برخو کې د

دا ډول ښوونیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس انجنير عبدالکبير طلایي هم خبرې وکړې او ويې ويل: خوښ يو چې په دغه ډول پروګرام کې ګډون کوو، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په لوړه برخه کې د وزارت د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه جوړيږي.

نوموړي د دغو دوو بنسټونو د همکارۍ مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې يې د نورو پروګرامونو د پراختيا غوښتنه څرګنده کړه او د دغه پروګرام له فارغانو يې وغوښتل، چې له دې پروګرام څخه په لویه کچه ګټه واخلي او خپل هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شي.

دغه راز د GRS موسسې د پروګرامونو مسول فرزاد محمدي، د ZOOM BYTE ښوونیز مدیر محمد حسن توکلي او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مدیر عبدالمحفوظ عظیمي هم د دغه پروګرام په اړه خبرې وکړې.

پروګرام فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته