د مهاجرینو چارو وزارت ۱۰ تنو کارکوونکو د CCNA پروګرام څخه د فراغت بریلیکونه ترلاسه کړل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو او ټیکنالوژۍ ریاستونو ۱۰ تنو کارکوونکو د CCNA له ښوونیز پروګرام څخه د فراغت بریلیکونه ترلاسه کړل.
دا ښوونيز پروګرام له JRS موسسې او ZOOM BYTE ښوونيز بنسټ سره د وزارت د هوکړه له مخې د دغو بنسټونو په همکارۍ د درېيو مياشتو لپاره جوړ شوی و.
په همدې مناسبت د وزارت د غونډو په تالار کې په جوړې شوې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس مولوي سید مطیع الله خلوتي د دغو دوو بنسټونو د همکارۍ ستاینه وکړه او د وزارت د کارکوونکو لپاره یې د انګلیسي او مدیریت په برخو کې د
دا ډول ښوونیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس انجنير عبدالکبير طلایي هم خبرې وکړې او ويې ويل: خوښ يو چې په دغه ډول پروګرام کې ګډون کوو، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په لوړه برخه کې د وزارت د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه جوړيږي.
نوموړي د دغو دوو بنسټونو د همکارۍ مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې يې د نورو پروګرامونو د پراختيا غوښتنه څرګنده کړه او د دغه پروګرام له فارغانو يې وغوښتل، چې له دې پروګرام څخه په لویه کچه ګټه واخلي او خپل هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شي.
دغه راز د GRS موسسې د پروګرامونو مسول فرزاد محمدي، د ZOOM BYTE ښوونیز مدیر محمد حسن توکلي او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مدیر عبدالمحفوظ عظیمي هم د دغه پروګرام په اړه خبرې وکړې.
پروګرام فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.