له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول
د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د هوکړهلیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار کې ۳ زره ۲۹۷ راستنو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د خوراکي توکو وېشل دي.
د مهاجرینو چارو وزارت دغه کار د ښې همکارۍ لپاره غوره فرصت ګڼي او راستنو شویو ته به د خوړو په برابرولو کې مرسته وکړي.
