د مهاجرينو چارو وزير د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کړنې او فعاليتونه وڅېړل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۳:۳
-=

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ي  د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت د څېړلو په موخه د يوپلاوي په مشرۍ پنجشنبه د ليندۍ په (۱۰) مه پروان ولايت ته ولاړ او د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست څخه يې ليدنه وکړه.

هغه د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کړنې او فعاليتونه وڅېړل ،د دغه رياست د کار کوونکو ستونزو او ننګونې يې واورېدې او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د ستونزو د حل په موخه  يې ورته  لازمې لار ښوونې وکړې ويې ويل، هر مامور اړ دی چې د اداري فساد مخه ونيسي او هېڅ موسسې ته اجازه ورنه کړي چې په خپل سر مرستې ووېشي دا د دولتي مامورينو حق دې تر څو حق حقدار ته ورسي.

همدارنګه د مهاجرينو چارو وزير د پروان ولايت د مهاجرينو ښارګوټي او د بېځايه شوو د استازو سره ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې يې واورېدې او د مهاجرينو چارو مسؤلينو ته يې لار ښوونه وکړه، چې د روغتيا، پوهنې او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو  په ځانګړي توګه د پروان ولايت د مهاجرينو ښارګوټي کې د مرستندويه بنسټونو سره همغږي کړي.

هغه زياته کړه، چې د مرستو د وېش پرمهال د روڼتيا د رامنځته کېدو په موخه بايد د حکومت د سکتوري ادارو استازي شتون ولري.

د مهاجرينو چارو وزير  په بهرنيو هېوادونوکې د مېشتو افغان مهاجرو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد ته راستانه شي،ځکه په هېواد کې د مينې او ورورولۍ فضا برابره شوې او هېڅوک اجازه نه لري، چې د خلکو د آزار او آذيت سبب وګرځي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته