د مهاجرينو چارو وزير د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کړنې او فعاليتونه وڅېړل

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ي د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت د څېړلو په موخه د يوپلاوي په مشرۍ پنجشنبه د ليندۍ په (۱۰) مه پروان ولايت ته ولاړ او د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست څخه يې ليدنه وکړه.
هغه د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کړنې او فعاليتونه وڅېړل ،د دغه رياست د کار کوونکو ستونزو او ننګونې يې واورېدې او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د ستونزو د حل په موخه يې ورته لازمې لار ښوونې وکړې ويې ويل، هر مامور اړ دی چې د اداري فساد مخه ونيسي او هېڅ موسسې ته اجازه ورنه کړي چې په خپل سر مرستې ووېشي دا د دولتي مامورينو حق دې تر څو حق حقدار ته ورسي.
همدارنګه د مهاجرينو چارو وزير د پروان ولايت د مهاجرينو ښارګوټي او د بېځايه شوو د استازو سره ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې يې واورېدې او د مهاجرينو چارو مسؤلينو ته يې لار ښوونه وکړه، چې د روغتيا، پوهنې او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په ځانګړي توګه د پروان ولايت د مهاجرينو ښارګوټي کې د مرستندويه بنسټونو سره همغږي کړي.
هغه زياته کړه، چې د مرستو د وېش پرمهال د روڼتيا د رامنځته کېدو په موخه بايد د حکومت د سکتوري ادارو استازي شتون ولري.
د مهاجرينو چارو وزير په بهرنيو هېوادونوکې د مېشتو افغان مهاجرو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد ته راستانه شي،ځکه په هېواد کې د مينې او ورورولۍ فضا برابره شوې او هېڅوک اجازه نه لري، چې د خلکو د آزار او آذيت سبب وګرځي.