د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره راستنو شویو ته د خوراکي توکو په برخه کې مصرف شي.
د ورته هوکړه‌لیکونو لاسلیکول د کډوالو کورنیو د خوړو اړتیاوو پوره کولو او ملاتړ په برخه کې د یاد وزارت ژمنتیا ښيي او له ټولو همکارو بنسټونو غواړي، چې له راستنو شویو د ملاتړ او ژوند ښه‌والي لپاره ګټور ګامونه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۹
Background image

ترکیې ته د مهاجرینو چارو وزارت تللي پلاوي د خپل سفر راپور د مهاجرینو چارو له وزیر سره شریک کړ

ترکیې ته د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت تللي ګډ پلاوي نن د خپل سفر راپور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د لغمان له مرستیال والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لغمان له مرستیال والي ښاغلي حافظ انځیرګل عبدالله سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې له ښاغلي عبدالله سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۳۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته