دهند سفیر سره دپناه غوښتونکودمرستیال خبرې؛په دغه ناسته کې دافغان کډوالودستونزو سربېره په هند کې دمېشتو افغان کډوالودجریمې په زیاتوالي هم خبرې وکړې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۹
_____________

دکډوالو او راستنېدنکو چارو وزات دپناه غوښتونکو مرستیالوفي الله کاکړ په افغانستان کې دهند سفیر تندي سره په هند کې دمېشتو افغان کډوالو دستونزو په هواري او همدارنګه په دغه هېواد کې دمېشتو افغان کډوالو دجریمې په زیاتوالي خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړدافغانستان اوهند دڅوکلن ښه ګاونډيتوب او ښې همکارۍ مننه وکړه . کاکړ دهند دسفیر څخه غوښتنه وکړه چې په هندکې دافغانانو دجریمې په کمولو کې دافغاننستان سره همکاري وکړي.

هند کې دافغان کډوالو جریمه زد٢ زره هندۍ کلداروڅخه ٥٠ زره هندۍ کلداروته لوړه شوې ده. ښاغلي تندي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به دهند دلت سره شریکه کړي اود جریمې د را ټیټه ولو ډاډیې ورکړ.

همدارنګه دپناه غوښتونکو مرستیال دافغان کډوالو امکاناتوته دنه لاسرسي اوقانوني حقونو دڅېړلړ وروسته دهند سفیرڅخه غوښتنه وکړه چې دافغان کډوالو دحقونو دقانوني کولوپه برخه کې خپل هېواد سره خبرې وکړي.

ښاغلي تندي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به دهند دولت سره شریکه کړي اودې برخې ته به لاسرسی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته