د وزارتونو او مرستندويه ادارو ترمنځ پراخه همغږي به ددې سبب شي چې بېځايه شوو او راستنېدونکوسره ډېرې مرستې وشي

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۱۲
نور الرحمن اخلاقی سرپرست و نامزد وزیر وزارت امور مهاجرین و عودت کننده‌گان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي په کابل کې د امريکا سفارت دکډوالۍ برخې (BPRM) له رئيسې ميرمن ديان وتين سره په يوه ويډيوي مرکه کې ټينګار وکړچې د وزارتونو او مرستندويه ادارو ترمنځ پراخه همغږي به ددې سبب شي چې بېځايه شوو او راستنېدونکو سره ډېرې مرستې وشوي.

په دغه ويډيوي خبروکې دکډوالو وزارت سرپرست وزير وويل، زموږ پراخه همغږي به نړيوالو مرستندويه ادارو سره په ځانګړي توګه د امريکا سفارت (BPRM) سره، چې د کډوالو ډېرو برخوته رسيدګي کوي اود بېځايه شوو او راستنېدونکو ملاتړ کوي، ددې سبب کېږي چې ترڅو موږ د اداري لګښتونو دکموالي، څارنې او روڼتيا ( شفافيت) کې ډېر او غوره کار ترسره کړو.

سربېره پردې سرپرست وزير د دې ادارې څخه غوښتنه وکړه چې دکډوالۍ معلوماتي سيتم کې  دبډاينې او روڼتيا په موخه بېځايه شوي او راستنېدونکي هم په دغه سيتم کې ثبت شي.

په دغه ويډيوي خبرو کې پرېکړه وشوه، چې يوه ګډه تخنيکي کمېټه به د دواړو ادارو ترمنځ په لا همغږۍ خبرې وکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي اخلاقي د سولې هيله وښوده ويې ويل، که چېرې په راتلونکو پنځوکلونوکې سوله وشي،نو شاوخوا پنځوس ميليونه افغانان به هېواد ته راستانه شي په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو څخه، چې په وينايې دغه وزارت  د دوی بيايوځای کولو ته ځانګړی پلان لري.هغه وويل  وزارت دهغه سناريو په جوړولو هم کارکوي که سوله ونه شي نو افغانستان به ډېر کډوالو او بېځايه شوي ولري لکه د هلمند پېښه.

دامريکا سفارت استازي ددې وزارت د چمتوالي څخه د رضايت څرګندولو سربېره وويل، چې دا موضوع په حکومت او په کابل کې د متحده ايالاتو له سفارت سره په دې اړه خبرې کوي، چې جزيات يې لا هم په تخنيکي کچه همغږي شي.

https://scontent.fkbl4-1.fna.fbcdn.net/v/t1.0-0/p526x395/121966831_2831106940453530_4556767666432128048_o.jpg?_nc_cat=106&_nc_sid=8bfeb9&_nc_ohc=IPFqQdZzOo4AX_NXH4a&_nc_ht=scontent.fkbl4-1.fna&tp=6&oh=c3fc570ca1c46721a35a7e772d236dbf&oe=5FB488E1

 

 

https://scontent.fkbl4-1.fna.fbcdn.net/v/t1.0-0/p526x395/121776288_2831107293786828_1688758051617341421_o.jpg?_nc_cat=101&_nc_sid=8bfeb9&_nc_ohc=62Q_CTy-IH0AX_iCW1l&_nc_ht=scontent.fkbl4-1.fna&tp=6&oh=955f2c24db62063de12b98d69ca69197&oe=5FB4E814

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته