کډوالو چارو وزير اوسمهال دحکومت مهمه موضوع داخلي بېځايه شوو ته لاس رسی دی

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۳:۲۱
وزیرامور مهاجرین:  اکنون موضوع مهم حکومت رسیدگی به بیجاشدگان داخلی ا ست

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسن عالمي بلخي د کب په لومړۍ نېټه په کابل کې د بېځايه شوو دملي پالېسۍ مطالبق د ولايتي عمل پلان ورکشاپ کې  ګډون وکړويې ويل، چې د ملي يوالي حکومت مخکې د کډوالۍ او بېځايه شوو موضو يوه هېره شوې موضوع وه،مګر دملي يوالي حکومت په دوران کې دغه موضوع دحکومت له لومړيتوبونوڅخه ده.

 

هغه دخپلو خبرو په دوام کې کډوالي يوه نړيواله موضوع وبلله او بېځايه شوو ملي پالېسي يې  د کډوالۍ دبهران دحل لپاره يومهم سند ياد کړ.

ښاغلي بلخي په دې اړه وويل، په افغانستان کې څلوېښت کلنې جګړې خلکوته ډېر تاوانونه اړولي دي، ډېری بېځايه شوي په همدې جګړوکې زېږېدلي چې اوسمهال مهمه موضوع ددوی ستونزو ته لاس رسی دی.

 

عالمي بلخي بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره دکډوالو چارو وزارت د کړنو د رسېدنې په برخه کې د بېځايه شوو دملي پالېسۍ په اړه وويل، چې دملي يوالي حکومت پرمهال دې پالېسۍ ته زياته پاملرنه شوې وه او دکډوالو، داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو موضوع راپورته شوه،چې زياته برخه يې د دولت دبوديجې څخه ورکول کېږي.

د کډوالو چارو وزارت دموندونو پر اساس په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۷۳۶ زره تنه، چې ۱۰۰ زر ه کورنۍ کېږي دخپلو اصلي سيموڅخه په ټول افغانستان کې بېځايه شوي او له دې ډلې يې ۴۶۳ زره تنه،چې ۶۳ زره کورنۍ کېږي دکډوالو چارو وزارت ترمشرۍ لاندې بېرته خپلو اصلي سيموته ستنې شوي دي.

په دغه ورکشاپ کې، چې د داخلي بېځايه کېدنې پالېسۍ سره سم د ولايتي تطبيقي پلان جوړولو لپاره په کابل کې جوړ شوی وی، دکابل مرستيال والي هم پکې ګډون کړی و.

د داخلي بېځايه کېدنې ملي پالېسۍ پلي کولو پلان تردې دمه په لسو ولايتونوکې تيار او پلي شوی تمه ده،چې په کابل کې به هم پلی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته