د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او ګډو همکاریو د پياوړتیا په موخه ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ  د ستونزو، بشري مرستو وړاندې کولو پر څرنګوالي، ملاتړ، سرپناه جوړولو، لازمو اسانتیاوو او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ګډو برنامو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدنې زیاتوالي ته په اشارې سره، په هغو ولایتونو کې، چې ډېر راستانه شوي او بېځایه شوي لري، د سرپناه او ژوند په برخو کې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. هغه ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان استازو له یاد وزارت سره د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه او د راستنېدنې، مېشتېدنې او د راستنو شویو د پیاوړتیا برنامو پر ملاتړ یې ټينګار وکړ.
په پای کې دواړو لورو کډوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د تخنیکي ناستو او ګډو همکاریو پر دوام هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

بېرته خبرونه ته