ښاريانو،ټولينزو او فرهنګي شوراګانو او د باميانو ديني عالمانو د کډوالو وزير د فعاليتونو ستاينه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۹:۵۷
12544

يوشمېر ښاريانو،ټولينزو او فرهنګي شوراګانو، د باميانو ديني عالمانو شورا  او سپين ګيرو  د کډوالو وزير سره په بېلابېلو ناستو کې ليدنه وکړه او د څو ستاينليکونو په ورکولو سره يې دهغه ستاينه وکړه.

دوی د کډوالو چارو وزارت دهڅو ملاتړ کوي،چې په ايران کې دمېشتو بې اسنادو ماشومانوته د زده کړو  زمينه چمتوکوي، په پاکستان کې د کډوالو د زورونې مخه نيسي، په پراخه توګه داخلي بېځايه شوو اداره او مديريت کوي، باميانو ولايت کې د دشتې قشقه کډوالو ښارګوټي پرانيسته، په ښارګوټو کې دپراخه پراختيايي برنامو پلي کولو او د يکه ولنګ ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي رغولو  له امله مننه وکړه اود باميانو ولايت  دبېځايه شوو او راستنېدونکو دکارموندنې او حرفوي زده کړو په برخه کې د شته ستونزو په اړه کډوالو چارو وزير سره خبرې وکړې.

کډوالو وزير  دليندونکو سره ژمنه وکړه، چې راستنېدونکواو داخلي بېځايه شوو ته به د حرفوي زده کړو زمينه برابره وي، اود  راستنېدونکو او بېځايه شوو ماشومانو د زده کړو په خاطر به جلا  هڅې وکړي او ددې لپاره چې په سيموکې بېځايه شوي ماشومان د زده کړو څخه محروم پاتې نه شي، کډوالو چارو وزارت يو هوکړه ليک د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې سره لاسليک کړی، چې په دې اساس هر بېځايه  کولای شي په هغه ولايت کې چې ژوند کوي پېژند پاڼه ترلاسه کړي.

همدارنګه هغه د ځمکو دوېش په اړه د ولسمشر د فرمان تعديل او دنوي او دبياځلې د ځمکو د وېش نوي فرمان په اړه معلومات ورکړل. 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۲:۴۴
Background image

هرات کې د راستنېدونکو او سبزوار ټولنې ټيم ترمنځ د فوټبال لوبه ترسره شوه

د غه لوبه  په هرات کې دمېشتو راستنېدونکو او سبزوار ټولنې ترمنځ د فرهنګي او ذهني يوځايوالي په موخه د ليندۍ په ۱۶مه  په لاره اچول شوې وه.

دغه لوبه د هرات ولايت دکډوالو چارو رئيس،. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۹:۳۱
Background image

کډوالو وزير د افغان کډ‌والو وضعيت ښه والي په اړه د جاپان سفير سره خبرې وکړې

Bottom of Formد کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې  د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا سره په ايران او پاکستان کې دافغان کډوالو وضعيت ښه والي او له کوربه هېوادونو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

دمعلوليت نړيواله ورځ په کډوالو چارو وزارت کې ونمانځل شوه

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو او کارکوونکو د ليندۍ په ۱۲مه دمعلوليت نړيواله ورځ د يولړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله

په دې مراسمو کې دکډوالو او راستنېدونکوچارو وزير سيد حسين. . .

بېرته خبرونه ته