په دې ناسته کې چې له ښاغلي برهام صالح او ښاغلي الکساندر ډي کرو سره، د یوناما او د ملګرو ملتونو د ځینو ځايي ادارو مسوولینو هم برخه درلوده د افغان کډوالو پر وضعیت، ستونزو او په راتلونکې کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۸:۳۸
-


د ناستې په پیل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي.
ښاغلي صالح کابل ته د خپل سفر موخه د کډوالو د وضعیت ارزول، د برنامو له پلي کېدو څارنه او له اړمنو سره له نږدې کتل یاد کړل، نوموړي په افغانستان کې اوسنی امنی
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل.
۱۴۰۵ چنګاښ ۱۶
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیرد کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر ښاغلي برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر ښاغلي الکساندر ډي کرو سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر وضعیت، ستونزو او په راتلونکې کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د ناستې په پیل کې ښاغلي برهام صالح د یاد وزارت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي.
نوموړي کابل ته د خپل سفر موخه د کډوالو د وضعیت ارزول، د برنامو له پلي کېدو څارنه او له اړمنو سره له نږدې کتل یاد کړل. هغه په افغانستان کې اوسنی امنیت او د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې ستاینه وکړه.
ښاغلي برهام صالح څرګنده کړه، چې د راستنېدونکو شمېر او د اړمنو اړتیاوو ته په کتو افغانان لاډېرو بشري او پراختیايي مرستو ته اړتیا لري، نوموړي وویل، هڅه کوي چې د نړۍوالو لاډېرې مرستې راجلب کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول د افغانانو اېستل او پر وړاندې یې ناسم وضعیت د اندېښنې وړ وبلل او په وینا یې، چې د افغان مهاجرینو د ستونزو حل او باعزته ستنېدو لپاره درې او څلور اړخېزو ناستو ته اړتیا ده.
ښاغلي برهام د خبرو په پای کې پر دوو اړخېزه همکاریو ټینکار وکړ او د کډوالو د لړۍ د مدیریت په برخه کې یې د مهاجرینو چارو وزارت هڅې اغېزمنې وبللې.
دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو افغانستان ته له سفر سره سم په جلال اباد او مزارشریف کې له پراختیايي پروژ څخه د لیدنې یادونه وکړه. ښاغلي ډي کرو په افغانستان کې اوسنی امنیت او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت لویې لاسته راوړنې وبللې او د افغانانو د اقتصادي ودې په برخه کې یې د نړۍوالو پر همکارۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې باید د افغانانو له شته ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي برهام صالح او ښاغلي الکساندر ډي کرو او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او کابل ته یې د هغوی سفر مهم او ګټور وباله.
محترم وزیر وویل، چې د ملګرو ملتونو ادارو په سخت وخت کې له افغانانو سره مرستې کړې دي او لاهم ګڼو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه، چې د پرله پسې جګړو او ځینو پېښو له امله میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي او باید هڅه وشي، چې د کډوالۍ اصلي لاملونه له منځه یوړل شي.
د نوموړي په وینا چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې په موخه ګڼې لویې پروژې او سیمه ییز اتصال پیل کړی او پر اقتصادي ستونزو سربېره میلیونونو راستنو شویو او بېځایه شویو افغانانو ته اړین خدمتونه وړاندې کېږي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي او له اړمنو سره دې د مرستو کچه لوړه شي.
د ناستې په پای کې برخه والو د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یو لړ وړاندیزونه او سلا مشورې سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۸:۳۸
Background image

په دې ناسته کې چې له ښاغلي برهام صالح او ښاغلي الکساندر ډي کرو سره، د یوناما او د ملګرو ملتونو د ځینو ځايي ادارو مسوولینو هم برخه درلوده د افغان کډوالو پر وضعیت، ستونزو او په راتلونکې کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.


د ناستې په پیل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسي، داخلې بېځایه شویو او ښارګوټو خدمتونو ریاستونو ته نوي رییسانو وپېژندل شول

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د حکم له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت مرکزي ریاستونو ته، د مالي او اداري او مسلکي معینانو په شتون کې نوي رییسان وپېژندل شول.
ښاغلي مولوي سید عمر ابرار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۰
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې رییس کابل ته را ورسېدل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ښاغلی برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې (UNDP)رییس ښاغلی الکساندر دي کرو نن کابل ته را ورسېدل.
د مهاجرینو او راستنېدونکو. . .

بېرته خبرونه ته