د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسي، داخلې بېځایه شویو او ښارګوټو خدمتونو ریاستونو ته نوي رییسانو وپېژندل شول
د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د حکم له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت مرکزي ریاستونو ته، د مالي او اداري او مسلکي معینانو په شتون کې نوي رییسان وپېژندل شول.
ښاغلي مولوي سید عمر ابرار د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې، ښاغلي مولوي امیرمحمد د پلان او پالیسي او ښاغلي مولوي رحیم الدین د ښارګوټو خدمتونو د رییسانو په توګه وپېژندل شول.
د یاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني او مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په دغې غونډه کې خبرې وکړې او د کډوالو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو او هغوی ته پر ښو فرصتونو برابرولو يې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه ګومارنې به د بېځایه شویو د ژوند او د پراختیايي برنامو ښهوالي کې مرسته وکړي.
هغوی د پخوانیو رییسانو کړنې وستایلې او د همکارۍ او همغږۍ اهمیت ته په اشارې سره یې هیله څرګنده کړه، چې نوي ګومارل شوي رییسان به د خپلو وړتیاوو له مخې د یاد وزارت په موخو ترلاسه کولو او د ټولنې وضعیت ښه کولو کې پوره هڅې وکړي.
دغو رییسانو په خپلو خبرو کې د بېځایه شویو او راستنو شویو د ژوند شرایطو ښهوالي او په ودانېزو پروژو کې د نوي ټېکنالوجې پر کارولو ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کډوالو د پراختیايي برنامو په ترسره کولو کې به پوره هڅې وکړي.
