د میرسی ماليزيا موسسې رییس د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر سره لیدنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۷:۲۲
..

دمیرسي ماليزيا موسسې ريیس ډاکټر محمد اقبال بن عمر يکشنبه د لړم په (٣٠) مه دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني سره ليدنه وکړه او اړمنو کورنيو ته دبشري مرستو په اړه يې خبرې وکړې. دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر له افغانستان او افغان کډوالو سره د مالیزیا له همکاریو څخه مننه وکړه ويې وویل، دا د مسلمانانو دنده ده چې یو له بل سره مرسته وکړي او پر ټولو یې غږ وکړچې له افغان ولس او په ځانګړې توګه له کډوالو سره دبشري، پرمختيايي او روغتيايي مرستو په برخه کې همکاري وکړي. د ذکر شوې موسسې ريیس وویل: موږ هڅه کوو چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له افغان کډوالو سره مرسته وکړو او د هغوی غږ ټولې نړۍ ته ورسو. هغه زیاته کړه مالیزیا یو اسلامي هېواد دی او د افغانستان او سوريه په څېر اسلامي هېوادونو سره همکاري کوي. همدارنګه ښاغلي محمد اقبال زياته کړه چې دادارې اصلي دنده یې د روغتیا په برخه کې له اړمنو سره مرسته ده او دغه دفتر په نورو بشري برخو کې هم همکارۍ ته چمتو دی

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته