د مهاجرینو چارو وزیر د اروپایي اتحادیې له اجرایوي رئیس سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۲۲:۲۸
sadam
د مهارجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د اروپایي اتحادیې له اجرایوي رئیس ښاغلي مایکل کیټنګ سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي او ارشد سلاکار مفتي محمود ذاکري هم شتون درلود
په یاده ناسته کې د افغانستان او اروپا تر منځ د اړیکو په پراختیا او اروپایي هیوادونو کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني وویل: دلته ټولې ستونزې د لویو قدرتونو د ناجایز رقابت له امله رامنځته شوي، که بهرنۍ لاسوهنې نه وي د افغانانو په خپل منځ کې هیڅ مشکل نشته، اسلامي امارت د افغانستان په ټولو قومونو مشتمل دی او د هرچا حقوق پکې خوندي دي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره غوره اړیکي پالي او په مقابل کې د ښه تعامل غوښتونکی دی.
ښاغلي خروټي د خپلو خبرو پردوام وویل؛ څلویښت کاله چې د افغانانو له غوښتنې پرته نړیوالو پریمانه وسلې رالیږلي اوس یې باید مرستې رالیږلې وای، تېر شل کاله مافیا په افغانانو حاکمه وه نړیواله ټولنه یې ترشا ولاړه وه، خو اوس چې جنګ، بې قانوني، فساد او هرډول ناخوالې له منځه تللي، نړیوالو د افغانانو خپل هم ملکیت تر پښو لاندې کړی
نوموړي وویل، له افغانانو سره بشري مرستې باید له هرډول سیاسي اغیز پاکې وي.
ښاغلي مایکل کیټنګ وویل، زمونږ دلته د راتلو هدف دا دی چې، غواړو پوه شو او نړیوالو ته د افغانستان ښه او حقیقي انځور وړاندې کړو، مونږ له افغانانو سره په تیرو ۶ میاشتو کې ۱ میلیارد ډالر مرستې د ملګرو ملتونو په توسط کړي دي او هیله مند یو، چې په نږدې راتلونکې کې دغه مرستې مستقیما د اسلامي امارت په واسطه ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان په نږدې تېر تاریخ کې یوازې د اسلامي امارت دور دی، چې هیڅ ډول بهرنۍ مداخلې پکې نشته اوس د افغانانو لپاره ښه فرصت دی، چې خپل راتلونکی روښانه کړي
او دا چې تاسو خپلو سیاسي مخالفینو ته عفو کړې او دعوت ورکوئ، چې هیواد ته راستانه شي ډېر غوره اقدام بولم

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته