د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال په لوګر کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۲۱:۲
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو  له استازو سره ناسته وکړه.

په ناسته کې ښاغلي راشد وویل، چې موږ د محترم وزیر صیب الحاج خلیل الرحمن حقاني په لار ښوونه دغه ولایت ته سفر کړی تر څو د هغو کورنیو وضیعت له نږدې وڅارو چې د وروستیو سیلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي. موږ  لومړی هغه سيمو ته لاړو چې کورونه او کرنیزې ځمکې یې د سېلابونو له امله زیانمن شوي و، په همدې اساس په لوګر ولایت کې ټولې مرستندویه موسسې باید د شته امکاناتو څخه کار واخلي او هغه کورنیو سره چې مالي زیانونه یې لیدلي بشري مرستې تر سره کړي.

هغه د سروې پر روڼتیا ټینګار وکړو او د مرستندویه بنسټونو له استازو څخه یې غوښتنه وکړه،چې یادو سيمو کې دې زیانمنو شوو کورنیو سره ژر تر ژره  بېړنۍ مرستې تر سره شي.

د یادو موسسو استازو وویل،چې د ټولو زیانمنو شوو کورنیو سروې بشپړه شوې او په نږدې راتونکې به ور سره مرستې تر سره شي.

د ناستې په پای کې د (IOM،IRC اوWSTA) موسسو استازو ډاډ ورکړ، چې ټولو هغو کورنیو ته، چې په دې وروستیو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي ضاتلس قلمه مواد وویشل شي چې پکې د اړتیا وړ ټول توکي شامل دي .

ښاغلي راشد طبیعې پېښې یوه ستره ننګونه وبلله او ویې ویل بايد هڅه وشي چې د شته امکاناتو له مخې ور سره بېړنۍ مرستې تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۰:۱۷
Background image

آمر عودت و ادغام مجدد ریاست امور مهاجرین ولایت کابل معرفی شد

 
مولوی شیرمحمد فیاض به حیث آمر عودت و ادغام مجدد ریاست امورمهاجرین و عودت کننده گان ولایت کابل به کارمندان آن ریاست معرفی شد.
مولوی محمد جان خدرخیل رییس دفتر مقام وزارت و حاجی. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۱:۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال: فضیلت په تقوا کې دی

 
 
"فضیلت په تقوا کې دی" دا خبره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن د غبرګولي اتمه د وزارت په جومات کې د دغه وزارت کارکوونکو ته په خطاب. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۱:۵۹
Background image

خپل ټول دیني اعمال مو د علماو په مشوره او لارښوونه ترسره کړئ

د ستر دیني عالم او قومي مخور مولوي سعیدالله جان په جنازه کې د ګډون پرمهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په ټولنه کې د علماو رول ته په اشارې وویل:. . .

بېرته خبرونه ته