د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال په لوګر کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه

sadam_morr
Wed, May 31 2023 9:02 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو  له استازو سره ناسته وکړه.

په ناسته کې ښاغلي راشد وویل، چې موږ د محترم وزیر صیب الحاج خلیل الرحمن حقاني په لار ښوونه دغه ولایت ته سفر کړی تر څو د هغو کورنیو وضیعت له نږدې وڅارو چې د وروستیو سیلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي. موږ  لومړی هغه سيمو ته لاړو چې کورونه او کرنیزې ځمکې یې د سېلابونو له امله زیانمن شوي و، په همدې اساس په لوګر ولایت کې ټولې مرستندویه موسسې باید د شته امکاناتو څخه کار واخلي او هغه کورنیو سره چې مالي زیانونه یې لیدلي بشري مرستې تر سره کړي.

هغه د سروې پر روڼتیا ټینګار وکړو او د مرستندویه بنسټونو له استازو څخه یې غوښتنه وکړه،چې یادو سيمو کې دې زیانمنو شوو کورنیو سره ژر تر ژره  بېړنۍ مرستې تر سره شي.

د یادو موسسو استازو وویل،چې د ټولو زیانمنو شوو کورنیو سروې بشپړه شوې او په نږدې راتونکې به ور سره مرستې تر سره شي.

د ناستې په پای کې د (IOM،IRC اوWSTA) موسسو استازو ډاډ ورکړ، چې ټولو هغو کورنیو ته، چې په دې وروستیو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي ضاتلس قلمه مواد وویشل شي چې پکې د اړتیا وړ ټول توکي شامل دي .

ښاغلي راشد طبیعې پېښې یوه ستره ننګونه وبلله او ویې ویل بايد هڅه وشي چې د شته امکاناتو له مخې ور سره بېړنۍ مرستې تر سره شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS