د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس، محترم مولوي سعید احمد بنوري، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مسؤول مدیر، ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل، سره په لیدنه کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
محترم بنوري پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دغه وزارت او کمېشنرۍ ترمنځ دا ډول ناستې د ستونزو د هواري په موخه ترسره کېږي، او موږ له تاسو سره د لا زیاتو همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.
د مقام دفتر رئیس په ولایتونو کې د یادې کمېشنرۍ له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: له پاکستان، ایران او تاجیکستان څخه راستنېدونکي په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.
نوموړي د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو لپاره د لا زیاتې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه: د مرستو د مستحقینو د پېژندنې په بهیر کې باید د دغه وزارت له اړوندو ولایتي ریاستونو سره بشپړه همغږي وشي، ترڅو مرستې په شفاف او عادلانه ډول اړمنو او مستحقو کسانو ته ورسېږي.
په ورته مهال، ښاغلي سایرل وویل: دغه بنسټ هر کال د راستنېدونکو په اړه معلومات راټولوي، ترڅو معلومه شي چې ډېری راستنېدونکي په کومو ولایتونو کې مېشت دي او مرستې یې د اړتیاوو پر بنسټ په منظم ډول ووېشل شي.
هغه زیاته کړه: ډېر ژر به د هغو سیمو لپاره، چې د راستنېدونکو شمېر پکې زیات دی، د یاد وزارت په همکارۍ د ۱۰ زره کورنیو لپاره د نغدي مرستو او ۴ زره او ۸۰۰ سرپناوو د جوړولو په موخه د مستحقو کورنیو د پېژندنې لړۍ پیل شي، چې له دې پروګرام څخه به له پاکستان، ایران او تاجیکستان څخه راستنېدونکې کورنۍ او د کوربه ټولنې ۲۰ سلنه هم برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس، محترم مولوي سعید احمد بنوري، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مسؤول مدیر، ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل، سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو لپاره د کډوالو چارو له رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې په پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د راستنو شویو د ستونزو پر حل او ورته د اړینو مرستو د رسولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رئیسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو. . .

بېرته خبرونه ته