د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو لپاره د کډوالو چارو له رئیسانو سره وکتل.
په دې ناسته کې چې په پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د راستنو شویو د ستونزو پر حل او ورته د اړینو مرستو د رسولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رئیسانو د اړمنو د اړتیاوو په اړه معلومات شریک کړل او یادونه وشوه، چې تر دې دمه لسګونو کورنیو ته اړین خوراکي او غیري خوراکي توکي ویشل شوي او د راتلونکو مرستو د ویش لپاره پلان چمتو شوی دی.
د ناستې په لړ کې یادو ولایتونو ته د ورستنو شویو د حالت ارزونه وشوه او د دایمي استوګنې او نورو اړینو اسانتیاو په اړه وړاندېزونه شریک شول.
محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا، زابل ، لوګر او پکتیکا د کډوالو چارو رئیسانو ته ښه راغلاست وویل او په اړوندو چارو کې یې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر په ټولنه کې د راستنو شویو دایمي ادغام مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې شته امکانات دې په اغېزمنه توګه وکارول شي او د راستنو شویو دې پر وخت خدمت وشي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر شوي وړاندېزونه مهم وبلل او حاضرو رئیسانو ته یې د ځينو سپارښتنو سربېره په یادو ولایتونو کې اړمنو ته د خوراکي توکو د مرستې د لړۍ د پیل یادونه وکړه.
